ضرب المثل به لهجه پشتو-Hit the proverbial tone pasto

د فقیر چه چیری ښه هلته ئی شپه

که ګدا د بل په غولی غرض نه کړه – سپی به نه که په ګدا باندی غرض
سپی که په خپل منځ کښی سره خوری خو فقیر ته ئی یوه وی

د سوال خواړه د پوزی وینی څټل دی
ورک شه هغه ورور چه له ډمانو غواړی پور

 

یوه سپی میچن څټله بل ئی کونه څټله
هاله به ئی زده شی چه انډول په انډول شپه شی
داسی مه وایه چه زه یم، داسی به شی لکه چه زه یم
جیندخه په لوټه وخته ویل ئی چه کشمیر می ولیده
که خس یم د تا بس یم
مریی لاندی، غوره ئی باندی
که د وی خوره، که نه د وی مره
پشتون سوال نه کوی او چه کوی ئی نو خور ته هم دریږی
روږدی له پوروړی ګنده ده
داسی مه وایه چه زه یم په جهان کښی، پیدا کړی خدای د سر د پاسه سر دی
د مچ جنګ به د پک په سر معلوم شی
ژاړه عمره ژاړه، هاله د نه خوړی هزار سوراخی اوس د وچ پلاؤ محتاج شوی
وړوکی خوله لویی خبری
څه سوی ګی څه ئی بار ګی
وطن دی لوټ که په ټس او ټوسه، په لاس به را نشی ټپوسه
سپی ښه دی که سپاهی، ورک شه سپاهی چه په خپله ځان ستایئی
خوری ساګ او پسکئی د پلاؤ اچوی
له خالی لوښی لوی اواز خیژی
دغه ګز دغه میدان دی
چه په خپله بډائی که له شاغلیو سره څه لره سیالی که

0 پاسخ

دیدگاه خود را ثبت کنید

تمایل دارید در گفتگوها شرکت کنید؟
در گفتگو ها شرکت کنید.

پاسخی بگذارید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *